IQNA

 د شارجې په نندارتون  کې په طلا لیکل شوي مصحف نندارې ته وړاندې شو

14:31 - November 13, 2021
د خبر لمبر: 3484953
تهران (ایکنا) – د قرآن کریم یوه نفیسه نسخه په طلا سره لیکل شوې ،  چې  بیّه ئې دولسمې میلادي پیړۍ ته ورګرځي ،  دمتحده عربي اماراتو د شارجې په نندارتون  کې نندارې ته وړاندې شوی دی .

ایکنا خبری آژانس  د رایه له قوله راپور راکړ، د شارجې  د کتاب د یو څلویښتم نړیوال نندارتون په یوې برخې کې د پخوانیو لاس لیک شوو لیکنو او کم پیداکیدونکو کتابونود نندارچیانو نظر ځان ته جلب کړی او دا ئې د نندارتون یوه ترټولو ځلانده او غوره غرفه یا سټال ګرځولی دی .

 په دغه سټال کې ویاړمن کتابونه او پخوانۍ په لاس لیکل شوي لیکنې دډیر زیات تاریخي او ادبي ارزښت په دلیل په بندو شیشو کې ساتل کیږي .

د ناشرانو په وینا،دغه سټال نندارتون ته د هغو ډيرو لیدونکو په جذبولو کې بریالی شوی چې د ډيرو ارزښتمنو او کم پیداکیدونکو ټولګو سره  د یادګاری عکسونو د اخستو او یا د لییدو لپاره  مینه وال وو،چې په هغو کې ځيني د لومړي ځل لپاره عمومي نندارې ته کیښودل شوي دي .

تر ټولو غوره آثر ، د قرآن کریم  یوه هغه نسخه ده چې د ۲۴عیارو په طلا سره  لیکل شوي او کابو دولسمې میلادي پیړۍ ته ئې مخینه ورګرځي  او ارزښت ئې هم پنځه  لکه یورو دی. همداراز په دغه نندارتون کې  کابو سل سانټي میټر  اوږده او  کابو شپیته سانټي میټره  پلنه د قرآڼ کریم یوه خطي نسخه هم نندارې ته وړاندې شوې ده چې پر ډیر واړه خط سره پرې درست قرآن کریم لیکل شوی او  یوازې ئې له نزدې  لیدل کیدلی شي . 

 https://iqna.ir/fa/news/4012656

captcha